له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د سیاسي ثبات، پرمختګ او حکومتولۍ مسئله د هېوادونو په بهرنیو او کورنیو لومړیتوبونو کې د درېیو مهمو بنسټونو او اصولو په توګه مطرح شوه؛ هر هېواد د خپلو معیارونو او اړتیاوو پر بنسټ تعریفونه او پلانونه ورته جوړ کړل او د پرمختیايي چارو او ښې حکومتولۍ له لارو یې د سیاسي ثبات ټینګښت لپاره کار پیل کړ.
افغانستان د عصري حکومتولی او پرمختیا له اړخه تر اوسه په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کېږي؛ د سیاسي ثبات د ۲۰۲۴ کال نړۍوال شاخص کې منفي درې نومرې لري او د ۱۹۳ هېوادونو په لېست کې دویم وروستی هېواد دی.
ډېر دا فکر کوي چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او حکومتولۍ نه ټیکاو یو مهم دلیل نه پرمختګ او له کاره لوېدلې حکومتولي ده خو ایا حکومتولي او انکشاف له سیاسي ثبات سره همدومره ژوره اړیکه لري؟
په ټوله کې د سیاسي بېثباتۍ مهم لاملونه د ترهګرۍ او جګړې نه شتون او د سیستمونو د دوام انقطاع یاده شوې ده.
د پرمختیايي چارو له متخصص نور حبیبزي سره مو پر همدې موضوع بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.
نور حبیبزی د نړۍوالې همکارۍ او بشري مرستو برخو کې ماسټري لري، له ٢٠٠٣ څخه تر ٢٠١٣ کال پورې یې د حکومتولۍ او پرمختیايي برخو کې کار کړی دی.
نوموړی نږدې دوه لسیزې مخکې د افغانستان ملي انکشاف ستراتیژۍ یو له جوړوونکو و او له ٢٠١٤ کال راهیسې په امریکا کې له نړۍوالو ادارو سره د بشري مرستو برخه کې کار کوي.
Views: 3