په واسنګټن ډيسي کې د هيرشهورن مجسمې ميوزيم او بڼ هغه هنري ټولګه ده چې له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې یې د خلکو او معاصر هنر ترمنځ اړیکه ټينګه ساتلې او د راتلونکو نسلونو لپاره کیسې بيانوي.
د نړۍ د ډېرو موزيمونو برعکس دلته تر ډېره د تاريخي اثارو پرځای انساني اثار موندل کيږي، يعنې ویلی شو چې دلته په کې ځان هم وګورو.
دغه موزیم په ۱۹۷۴ کال کې د خلکو پر مخ پرانیستل شو او نوم یې هم د هغه د تاسیس کوونکي په نوم (جوزف اچ. هیرشهورن) شو.
د موزيم دا ودانۍ د ګوردون بونشافت له لوري په دايروي شکل جوړه شوې، څو خلک وکولای شي چې له هر لوري يې په سم ډول وکتلی شي.
په دې ټولګه کې له څه باندې ۱۲۰۰۰ اثارو ځيني يې داسې هنري اثار هم دي چې مسوولين او کارکوونکي يې ورته ډېر ارزښت ورکوي، په دې ټولګه کې نقاشۍ، مجسمې، انځورونه، ترکیبي قطعې او نور اثار شامل دي چې د لسګونه مشهورو هنرمندانو د لاس او فکر نتیجه ده او نندارهکوونکي یې په لیدو حيرانېږي.
دغه موزيم ټوله اونۍ د خلکو پر مخ پرانیستی وي او له یادو اثارو په وړيا ډول ليدنه کولی شي.
د مجسمې بڼ؛ دلته د څه باندې ۶۰ ښکلو مجسمو بڼ دی چې د شلمې پېړۍ د ځینو مشهورو مجسمه جوړوونکو اثار په کې په بېلابېل ډول اېښودل شوي چې ليدونکي يې په لیدلو د پياوړتیا احساس کوي.
دغه مجسمه چې تاسې يې وينئ، په ۱۸۸۴ کال کې د اګوسټ روډن له لوري جوړه شوې او دا هغه وخت رايادوي چې انګریزانو دغه سيمه له ډېرو وژنو وروسته ونيوه.
د دغه موزیم یوه بله د پام وړ برخه «ان همیلتون» دی چې له مکانیزه غږونو او له نزولي شفافو سپینو کاغذونو په استفادې یې یوه ځانګړې ننداره جوړه کړې او نندارچیان یې تجربه کوي، لکه څنګه چې کاغذ د ګالري منځ ته راټولېږي، یوه مجسمهيي چورلیدنه رامنځته کېږي چې په بې نهایت کې د ورک کېدو ښودنه کوي.
دا وړه ښیښهيي خونه له داسې وړو LED څراغونو ډکه ده چې رنګونه بدلوي، دغه شاهکار موږ ته د یوې په زړه پورې فضا تصویر وړاندې کوي، لېدونکي کولای شي دې خونې ته ننوځي او ځان په بله نړۍ کې وویني.
څوک پوهېږي چې راتلونکی نسل به موږ څه ډول تفسیر او تحریف کړي؟
کېدای شي دغه نړېوال ګنج چې زموږ د عصر د بشري هنر د بدلون ځواک نمانځلو لپاره یو یادګار دی، د لرېراتلونکي لپاره زموږ د تمدن، فکر او تخیل د راز د کشف کیلي شي.
Views: 14