کاناډا کې «د سترو بریاوو لپاره ذهنیت پراخول» تر سرلیک لاندې درېیم علمي سیمینار چې د علمي سیمینارونو دویم مسیر د شخصیتي او مسلکي پرمختګ په باب و د ډاکتر نصرت الله راسا له خوا وړاندې شو.
په دې سیمینار کې پر دې بحث وشو چې څرنګه د ذهنیت او باور جوړول د زده کړې او پرمختګ افقونه پراخوي، څرنګه له یوه مشخص مسلک سره خپله ژوره مینه (Passion) پېژندلی او روزلی شي او څرنګه ټینګ دوام او عزم (Grit) خلک د زده کړې او پرمختګ هدفونو ته رسوي.
دغه راز څرنګه کولی شو د ذهنیت په بدلولو، ننګونو ته په غیږ خلاصولو، د لاښه والي لپاره د نورو نظر اخستنې او په دوامداره زده کړه د بریاوو لوړو ته رسیدلی شو.
کاناډا – افغانستان بنسټ (Canada – Afghanistan Foundation- CAF) او وصال ټلوېزیون له ځوان او روڼ انده افغان نسل سره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي موضوعاتو او معلوماتو شریکولو علمي سیمینارونه جوړوي.
د دغو سیمینارونو په لومړۍ دوره کې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ او دغه راز د مسلکي او کاري انکشاف پر برخو تمرکز وشو او د علمي سیمینارونو دویم مسیر د شخصیتي او مسلکي پرمختګ په باب و.
Views: 5