کاناډا هڅه کوي چې د حیاتي منرالو د تأمین لپاره یو نوی نړیوال ائتلاف رامنځته کړي، داسې ائتلاف چې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو (G7) د انرژۍ او ټکنالوژۍ د راتلونکي بڼه بدله کړي. دا نوښت د شفاف، دموکراتیک او مسؤل استخراج پر اصولو ولاړ دی او د پاکې انرژۍ په نړیوال بدلون کې د کاناډا د مشرتابه هدف څرګندوي.
کاناډا غواړي د حیاتي منرالو د نړیوال زنجیر مشري خپله کړي، د چین انحصار مات کړي او د پاکې انرژۍ د بدلون لپاره ۶.۴ میلیارده ډالرو پانګونه کوي.
د کاناډا د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر، تیم هاجسن، د نړیوالې انرژۍ ادارې په یوه غونډه کې وویل چې دا بدلون د انرژۍ د بازارونو په بیا تعریف کې یو مهم پړاو دی. هغه ټینګار وکړ چې هېواد یې د شنو ټکنالوژیو، کاربن د کمولو نوښتونو او صنعتي نوښتونو له لارې د انرژۍ د امنیت او اقلیمي ثبات د نوي مفهوم مشري غواړي.
تېره اونۍ (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳۰مه او ۳۱مه)، د اوو سترو اقتصادونو د انرژۍ او چاپېریال وزیران د کاناډا په کوربهتوب د ټورنټو په ښار کې راټول شوي وو. دا ناسته، چې د بشريت د دوامدارې راتلونکې په اړه د پرېکړو یوه مهمه مرحله ګڼل کېږي، د حیاتي منرالو د عرضهزنځیرونو د تنوع او د چین پر وړاندې د لوېدیځ د اتکا د کمولو په محور راڅرخېده.
دا ناسته یوازې یو سیاسي بحث نه و؛ په ټورنټو کې د ۲۱مې پېړۍ د نړیوال امنیت مفهوم له سره تعریف شو. نن ورځ امنیت یوازې د پوځي ځواک مانا نه لري، بلکې انرژۍ، دایمي طبیعي سرچینو او د حیاتي موادو عادلانه لاسرسي سره تړاو لري. هغه پرېکړې چې په دې ناسته کې وشوې، د یو روغ، خوندي او باثباته نړۍ د جوړولو نړیواله نقشه ده.
له همدې امله، ټورنټو د عملي اقدام په ډګر بدل شو. د اوو هېوادونو ډله له خبرو هاخوا لاړه او د مالي او اجرایي تعهداتو اعلان یې وکړ، څو د حیاتي موادو د تأمین زنځیرونه متنوع کړي. دا تعهدات د منابعو د انحصار پر وړاندې یو اقتصادي او جیوپولیټیک غبرګون و.
#کاناډا #منرالونه #کانونه #G7 #ټورنټو #انرژي #ټکنالوژي #چین #انرژۍ_امنیت #اقلیمي_بدلون #کانادا #جی7 #تورنتو #انرژی_پاک #امنیت_انرژی #ثبات_اقلیمی #معادن #جنگ_پنهان #امنیت_جهانی #نوآوری_صنعتی
Views: 3