په دې خپرونه کې د امازون د ستر باراني ځنګل په اړه مهم او نادر معلومات وړاندې کېږي؛ هغه ځنګل چې د نړۍ د طبیعت، ایکوسیستم او د انسان د تاریخ لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په خپرونه کې به وګورئ چې امازون څنګه د ځمکې د «ساه» په توګه عمل کوي او د زرګونو بوټو او حیواني ډولونو کور دی.
دلته د بومي قبایلو د ژوند دودونه، د هغوی د طبیعت سره ژوره اړیکه او د هغوی د ژغورنې هڅې هم تشریح کېږي.
سربېره پر دې، خپرونه د غیرقانوني فعالیتونو، قاچاقي ډلو، خطرناکو سیمو او هغو انزوا غوښتونکو قبایلو په اړه هم معلومات لري چې له بهرني نړۍ سره اړیکه نه غواړي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
Views: 2