له څه باندې څلور کلنې واکمنۍ وروسته طالبانو د محاکمو جزايي اصولنامه وړاندې کړې ده. د بېلابېلو کارپوهانو او دیني متخصصینو له نیوکو سره سره، طالبان پر دې اصولنامې انتقاد او ورسره اختلاف له شریعت سره مخالفت بولي.
لیکوال، څېړونکی او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني چې په وروستیو کې پر دیني موضوعاتو څېړنې کوي، وایي دا اصولنامه په ډېرو برخو کې له قران او شریعت سره په ټکر کې ده.
هغه ټینګار کوي چې د دغې اصولنامې تطبیق به ټولنیزې ستونزې زیاتې کړي.
Views: 2