د صوفي، عارف او شاعر عبدالباقي هېله من غزنوي د ستاینې دا پروګرام چې د افغان ټولنېزو خدمتونو د مرکز (ANSS) په کوربه توب نېول شوی و، ګڼ شمېر ټورنټو مېشتو افغان لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو په کې ګډون کړي وو.
په لمړۍ برخه کې ګډونوالو د هېله من غزنوي په فرهنګي فعالیتونو او څېړنو خبري وکړي. د رحمان بابا، ګل پاچا الفت، خان عبدالغفارخان او حمزه بابا یې هغه پښتانه شخصیتونه یاد کړل چې هېله من غزنوي یې تر اوسه په اړه څېړني کړي دي. د هغوۍ ځینې پښتو اثار یې دري ژبي ته ژباړلي دي.
د پروګرام پر دویمه برخه کې هېله من غزنوي د تصوف او عرفان اړوند خبري وکړي او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړي.
دغه راز د وصال ټلوېزیون خبریال عصمت تره کي د هېله من غزنوي سره د هغه پر ژوند او اثارو غږېدلی دی.
Views: 8