د امریکا متحده ایالتونو د انساني قاچاق په اړه خپل کلني راپور کې چې د غبرګولي په ۲۵مه خپور شوی، افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په نوملړ کې شامل دی چې حکومتونه یې د انساني قاچاق، د حکومت په تمویل شویو پروګرامونو کې د قاچاق، د حکومت اړوندو چارو او یا ټولو برخو کې د اجباري کار، په حکومتي کمپونو کې د انسانانو د غلام ګرځولو او د ماشومانو د جذب او جلب لپاره تګلارې او مستندې طرحې لري.
ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې شاوخوا درې نیم میلیون افغانانو هېواد پراېښی دی او ډېری یې پاکستان او ایران ته تللي او هڅه کوي چې له دې لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
Views: 17