ډیپلوماسي له فرصتونو د ګټې اخیستو هنر ته ویل کېږي. ډیپلوماسي تر ډېره په ریالیتسک مکتب کې د تحلیل وړ ده خو له انسانمحوره اخلاقي اصولو واټن لري؛ په دې معنا چې په هر فرصت کې یې د هېواد ګټه وه، هماغه سیاست خپلوي؛ که دا د جګړې ادبیات او ملاتړ و او که سوله وه.
ډيپلوماټان په پېچلو او متضادو سیاستونو کې د خپل هېواد لویې ملي ګټې تعقیبوي، خو له بده مرغه په وروستیو کلونو کې ولیدل شول چې یو شمېر افغان ډیپلوماټانو په خپلو څرګندونو کې روښانه کړه چې د ملي ګټو پر ځای یې په خپلو ماموریتونو کې ګوندي او قومي ګټې پاللې چې له ملي منافعو سره په ټکر کې وې.
د افغانستان د نورو برخو په څېر د دغه هېواد په ډیپلوماټیکه دستګاه کې هم ثبات موجود نه و او دغه مهمه اداره په داسې حال کې د ګوندي سیاستونو قرباني وه چې افغانستان په خپل تاریخ کې تر بل هر وخت له ډېرو هېوادونو سره ژورې سیاسي اړیکې پاللې.
خو ایا ډیپلوماسي یوازې د واکمن سیاسي نظام د سیاستونو د پر مخ بیولو وسیله ده، که اخلاق، ظوابط، اصول او معیارونه هم په کې ځای لري؟
پر دې موضوع مو له پخواني افغان ډیپلوماټ غوث جانباز سره چې کلونه کلونه یې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی او په روسیه او پولنډ کې یې ډیپلوماتیک ماموریتونه ترسره کړي، مرکه کړې ده چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 7