د لیبرال ګوند مشر او د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني یو ځل بیا د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه ویې ویل چې د هغه د اقتصادي جګړې له امله د نړۍ اقتصاد ټوټه ټوټه شوی دی.
هغه دغه راز زیاته کړه چې کاناډایان د دغه خیانت له شوکه راوتلي خو له هغه اخیستي درسونه به هيڅکله هېر نه کړي.
کارني دغه څرګندونې تېره ورځ په مسیساګا ښار کې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې وکړې.
۶۰ کلن کارني چې له دې مخکې د کاناډا او برېتانیا د مرکزي بانکونو مشر پاتې شوی، استدلال کوي چې نړۍوالې مالي تجربې یې د دې جوګه کوي چې د ټرمپ د بېثباته سوداګریزو سیاستونو پر وړاندې دفاع وکړي.
هغه په خپله وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې کولای شي د واشنګټن پر وړاندې ودرېږي.
کارني دغه راز د محافظهکار ګوند مشر پولیېور ته هم د نیوکې ګوته ونیوه ویې ویل چې هغه د سوداګریزې جګړې لپاره د مشرتابه تجربه او اقتصادي پوهه نه لري.
د هغه په خبره: «موږ ګډوډۍ ته اړتیا نه لرو، موږ ارامتیا ته اړتیا لرو، موږ قهر ته اړتیا نه لرو، موږ بالغې رهبرۍ ته اړتیا لرو.»
د یادونې ده، کارني د خپلې کمپاین وروستۍ ورځې یوه مهمه غونډه د کاناډا د موټرو د صنعت په مرکز، وینډزر ښار کې ترسره کړه، هغه صنعت چې د ټرمپ د تعرفو له امله سخت زیانمن شوی دی.
بلخوا، د محافظهکار ګوند مشر پېر پولیېور بیا هڅه وکړه چې د لیبرالانو پر ضد د ژوند د لګښتونولوړوالي موضوع د شنبې په ورځ د برېټېش کولمبیا په ولایت کې ژوندۍ وساتي.
پېر پولیېور خپلو پلویانو ته وویل: «تاسې نور د دغه حکومت څلور نور کلونه نه شئ زغملای.»
هغه زیاته کړه: «هغه مور چې یخچال، نس او بانکي حساب یې ټول تش دي او نه پوهېږي سبا خپلو ماشومانو ته څه ورکړي، زه وايم بدلون را روان دی.»
نوموړي که څه هم پر ټرمپ نیوکه وکړه خو د بد اقتصادي حالت پړه یې پر لیبرالانو واچوله، ویې ویل، د ټروډو د دورې اقتصادي کمزورتیا کاناډا د امریکا د محافظهکارۍ سیاستونو پر وړاندې کمزورېکړې ده.
د کاناډا فدرالي ټاکنې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۸مه ترسره کېږي؛ د راپورونو له مخې، له ۲۸.۹میلیون ثبت شوو رایهورکوونکو شاوخوا ۷.۳ میلیون کسانو مخکې له وخته خپلې رایې کارولې دي.
Views: 5