کاناډا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې هر کال زرګونه کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه ورته پناه وړي.
دغه هېواد، چې د کډوالو په منلو کې اوږده سابقه لري، د ګڼو خلکو لپاره د نوي ژوند پیل او د بېلابېلو فرصتونو یو مرکز ګڼل کېږي.
کډوال په کاناډا کې د کار، زدهکړو، او ښه ژوند د امکاناتو په لټه کې وي، خو له دې ټولو سره سره، د نوي ځای چاپېریال ته عادت کېدل او ادغام یو اسان کار نه دی او کډوال په لومړیو کې له زیاتو ننګونو تیرېږي.
موږ په تېره خپرونه کې د کډوالو یو شمېر اساسي ستونزې بیان کړې وې او د حل په موخه مو له بېلابېلو بنسټونو او اشخاصو سره خبرې کړې وې, په دې خپرونه کې به هم په کاناډا کې د نویو راغلو کډوالو ستونزې راخلو او د حل لپاره مو بیا هم له مختلفو بنسټونو او اشخاصو سره خبرې کړي دي.
Views: 3