د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست ډېر کاواکه، بېثباته او له خوشبینیو او بدبینیو ډک و او دی، خو د افغانستان په تړاو د پاکستان بهرنی سیاست په تېرو ۷۸ کلونو کې د افغانانو له نظره له یو ډول مضر ثباته برخمن و او دی چې هغه په افغانستان کې لاسوهنه او د هر اړخیزې بېثباتۍ رامنځته کول دي.
په دې معنا چې د افغانانو په باور په اسلاماباد کې واکمنو هیڅکله نه دي غوښتي او نه غواړي چې پر کابل دې یو داسې مضبوط حکومت واکمن وي چې د پاکستان د سیالۍ وړ او په نړۍ کې خپل نوم او خپله لار او رایه ولري.
پاکستان له هغه وخت چې جوړ شوی، تر اوسه پورې نه یوازې د ډیورنډه کرښې په اړه اندېښمن دی، بلکې له کله چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ، په دې لټه کې دی چې له هند سره د سیالۍ په پار کابل د دوی د ستراتیژیک عمق برخه وي.
دا خبره نه یوازې د پاکستان د بهرنۍ پالیسي په پټه برخه کې لیکل شوې، بلکې په وروستیو کلونو کې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له خولې په ښکاره راوتلې او له افغان غاړې سره یې په ناستو کې د کابل د ډاډ لپاره ویلي چې نور د ستراتیژیک عمق پالیسي نه تعقیبوي.
خو ایا په رښتیا د افغانستان په تړاو د پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې بدلون لیدل کېږي؟ د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرني سیاست درې مهم اړخونه کوم دي او د کومو اندېښنو له مخې ځواب ویلو ته چمتو شوی دی؟
د سیاسي ثبات پر موضوع د بحثونو لړۍ کې مو نن د افغانستان په تړاو د پاکستان پر بهرنۍ پالیسۍ د بحث لپاره د کوزې پښتونخوا سیاستوال او څېړونکی ډاکټر سیدعالم محسود مېلمه کړی چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 6