په دې وروستیو کې د افغانستان له اوسني حکومت سره د هند او پاکستان اړیکې بېرته تودې شوې دي؛ اسلاماباد وروسته له شاوخوا څلورونو کلونو یو ځل بیا کابل ته په رسمي ډول خپل سفیر معرفي کړ او نوي ډیلي هم له اوږدې وقفې وروسته افغانانو ته بېرته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړه.
دغه هېوادونه تازه یو پر بل تورونه پورې کوي او د ترهګرۍ له امله د بریدونو ګواښونه کوي؛ هند ښکاره ویلي، هر وخت چې د ترهګریز ګواښ احساس وکړي، پر پاکستان به برید وکړي.
پاکستان د هند وروستی هوايي برید یرغل وباله او سمدستي یې ځواب ورکړ، خو جالبه دا ده چې همدغه پاکستان پر افغانستان خپل هوایي بریدونه توجیه کوي او د خپل امنیتي حق په سترګه ورته ګوري.
په تېرو دوو کلونو کې پاکستان څو ځلې د ترهګرو ځپلو په پلمه د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي دي؛ همدا موضوع مو د پاکستان د پوځ له متقاعد جنرال سیدنظیر مومنده پوښتلې چې ایا څنګه کېدای شي د هند برید دې یرغل وي، خو پر افغانستان ورته برید د پاکستان مشروع حق؟
Views: 4