د کاناډا په اوتاوا ښار کې د مېشت افغانانو له لوري د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ شېخ جلال سیمې سېلاب ځپلو کورنیو د لاس نیوي لپاره سلګونه زره افغانۍ کړې نغدي مرسته پر۱۱۲ سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شوه.
د دغه نغدي مرستو د وېش یو تن مسوول بلال ځاځی وايي د کاناډا پلازمینې اوتاوا ښار کې مېشت افغانانو په بغلان کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او همکارۍ په موخه۳۳۴۶۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې چې د بغلان ولایت شېخ جلال په نوم سېلاب ځپلي کلي۱۱۲ اړمنو کورنیو ووېشل شوه.
ځاځی وایي هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته ۳۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې چې لومړنۍ اړتیا پرې پوره کړي اوزیاتوي دا هغه کورنۍ وې چې د کورنۍ غړي یې په سېلاب کې شهیدان یا ټپیان شوي و یا یې کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
دغه راز په دویمه مرحله کې ۲۱،۷۴۳ افغانۍ په نورو ۷ کورنیو وویشل وې.
دغه مرسته چې ټولې ۶ زره او ۸۸۳ کاناډايي ډالره وي د اوتاوا ښار کې د درې کسیزې کمېټې (میروس عابد هاشمي، حاجي عبدالوکیل ځاځي او لاجبرعلی جبارخېل) له خوا راټول شوي وو.
د شېخ جلال سېلاب ځپلې سیمې اوسېدونکي له ورسره شوو مرستو مننه کوي او وايي غواړي بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي خو کورونه یې ویجاړ شوي باید د کورونو په جوړولو کې یې هم لاس نیوی وشي.
Views: 6