د پښتون کونسل کاناډا (Pashtun Council Canada) د کاناډا په مسیساګا ښار کې د فبروري په ۲۴مه د «مورنۍ ژبې» نړۍواله ورځ ونمانځله.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې په کاناډا کې مېشت د لر او بر پښتنو مدني فعالانو، سیاستوالو، استادانو، شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی و. په دغه غونډه کې د پښتو، بنګله، بلوڅی، سندهی او دری ژبی لیکوالانو او هنرمندانو د مورنۍ ژبی د اهمیت په اړه علمي بحثونه وکړ او د مورنۍ ژبې په مناسبت یې شعرونه، سندرې او سیمه یزې ګډاګانې وکړې.
د فبرورۍ ۲۱مه چې د کب میاشتې له دویمې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونیسکو) له خوا د «مورنۍ ژبې» په نوم نومول شوې چې دغه ورځ هر کال په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
Views: 10