د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د داووس په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د نړۍ پخوانی نظم نور بېرته نه راګرځي او هغه هېوادونه چې منځنی ځواک لري، باید د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره سره یو ځای شي.
کارني د سې شنبې په ورځ د سویس په داووس کې په یوې صریح او بحثپارونکې وینا کې د نړۍ د اوسني وضعیت په اړه خپل لید وړاندې کړ.
نوموړي وویل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د قوانینو پر بنسټ نړیوال نظم پای ته رسېدلی او منځني قدرتونه لکه کاناډا باید خپل سیاست بدل کړي، څو د لویو قدرتونو له لا زیات فشار او جبر څخه خوندي پاتې شي.
د کارنې د وینا مهم تکي:
- د څو لسیزو راهیسې د قوانینو پر بنسټ جوړ نړیوال نظام، چې کاناډا هم د خپلو ارزښتونو له مخې په کې غړیتوب او ونډه لرله، اوس پای ته رسېدلی او بېرته نه راګرځي.
- لوی قدرتونه اقتصادي یوځایوالی د «وسلې» په توګه کاروي او تعرفې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
- د څو اړخیزه همکاریو او د ګډو ستونزو د حل نړیوال جوړښتونه، لکه د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، ملګري ملتونه او د اقلیم اړوند بنسټونه، له جدي ګواښ سره مخ دي.
- ډېری هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي دي چې د انرژۍ، خوړو، مهمو کانونو، مالي نظام او اکمالاتي ځنځیرونو په برخو کې باید خپله ستراتیژیکه خپلواکي زیاته کړي.
- هغه هېواد چې ځان نه شي مړولای، د سون توکي نه شي برابرولای او د ځان دفاع نه شي کولای، ډېر لږ انتخابونه لري. کله چې قوانین نور ستا ساتنه نه شي کولای، ته باید خپل ځان وساتې.
- کاناډایان پوهېږي چې زموږ هغه پخوانۍ، ارامه انګېرنه نور سمون نه خوري چې ګواکې زموږ جغرافیه او د ایتلافونو غړیتوبونه په خپله موږ ته سوکالي او امنیت راوړي.
- کاناډا باید په دې نوې نړۍ کې «پر اصولو ولاړ او عملي» واوسي او د هېواد په دننه کې د خپل ځواک او وړتیا پیاوړتیا ته مخه کړي.
- موږ په پراخه او ستراتیژیکه بڼه، له خلاصو سترګو سره ښکېل کېږو. موږ نړۍ هماغسې منو لکه څنګه چې ده، نه دا چې د هغې نړۍ په تمه کېږو چې موږ یې هیله لرو.
- د نړۍ زوړ نظم بېرته نه راځي. موږ باید پرې ماتم و نه کړو. د تېر وخت ارمان ستراتیژي نه ده. خو له دې ماتېدنې او وېش څخه، موږ کولای شو یو څه لا ښه، لا پیاوړی او لا عادلانه نړۍ جوړه کړو.
- کاناډا د ګرینلنډ په تړاو د هر ډول تعرفې او فشار مخالفت کوي او د ګرینلنډ او ډنمارک ترڅنګ «په ټینګه ولاړ» دی.
- منځني ځواک لرونکي هېوادونه باید د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره سره یو ځای شي؛ ځکه لکه چې وايي که د پرېکړې پر مېز نه یاست، نو د خوړلو په مېنو کې به یاست.
- لوي قدرتونه کولای شي خپل کارونه په یوازې ځان مخته یوسي؛ ځکه د دوی بازار لوی دی، پوځي وړتیا لري او داسې نفوذ هم لري چې خپل شرایط پر نورو تحمیل کړي.
- خو کله چې موږ له یو برلاسي ځواک سره مذاکرات کوو، نو له کمزورۍ دریځه خبرې اترې کوو. موږ هغه څه منو چې وړاندې کېږي. دا ریښتینی حاکمیت نه دی؛ بلکې د حاکمیت ننداره ده او د غلامۍ منل دی.
- په داسې نړۍ کې چې د لویو قدرتونو سیالي روانه وي، د منځني ځواک لرونکي هېوادونه دوه انتخابونه لري: یا به یو د بل پر ضد د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي، او یا به سره یوځای کېږي څو د اغېزمن بدیل په توګه یوه درېیمه لاره رامنځته کړي.
#مارک_کارنی #کانادا #داووس #اقتصاد_جهان #Davos #Canada #MarkCarney
Views: 1