اروپا د ښکلو ساحلونو او سیندونو لرلو له امله مشهوره ده؛ خو داسې منظرې هم لري، چې ښايي په خیال کې مو هم نه وي، له دا ډول زړه وړونکو منظرو څخه یې یوه د جرمني زړه، کوبلنز ښار دی. دا ښار چې د «جرمن کونج» یا «ډویچ ایکه» په نامه پېژندل کېږي، هغه ځای دی، چې د راین او موسیل دوه مشهوره سیندونه پهکې یو ځای کېږي او یوه داسې زړه راښکونکې منظره جوړوي، چې لیدونکي ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي.
کوبلنز یواځې له جغرافیوي اړخه ښکلی نهدی؛ دا ښار د تاریخ د مینهوالو لپاره د یوې داسې زېرمې په څېر دی، چې پهکې د پخوانیو دورو نښې نښانې د لیدلو وړ دي. په دې برنامه کې موږ تاسو ته د کوبلنز د ځانګړې جغرافیې او تاریخي ارزښت په اړه ټول اړین معلومات درکوو. د روم د ستر امپراتور، لومړي ویلیام له دورې رانیولې بیا تر مشهورې هربنشتاین کلا پورې، دلته ډېر داسې تاریخي ځایونه شته، چې د لیدو وړ دي.
کوبلنز یوازې د تاریخي نښو لپاره نهدی؛ دلته د ټول جرمني په کچه باندې د کېبل په وسیله تر ټولو ځواکمنې کش کېدونکې زانګوګانې هم شته، چې په یوه وخت کې د ۷۰۰۰ کسانو ظرفیت لري او کله چې دغې زانګو ته وخېږئ؛ نو له فضا څخه تاسو د ښکلي راین سیند او د هغه شاوخوا کلیو او باغونو زړه وړونکې منظرې وینئ. دا ښار د هغو کسانو لپاره یو په زړه پورې انتخاب دی، چې په فرانکفورت، بون، کولن، یا ویسبادن کې ژوند کوي؛ ځکه چې هغوی دلته په اسانۍ سره سفر کولی شي او د دغه ښکلي ښار له ښکلاوو او تاریخي ځایونو څخه خوند اخیستلی شي.
موږ به پهخپله دغه خپرونه کې تاسو ته د کوبلنز د سیاحت او د هغو ځایونو د موندلو لارښوونه وکړو، چې باید یو ځل یې وګورئ. که تاسو دغه تاریخي ښار ته د سفر پلان لرئ؛ نو زموږ ویډیو وګورئ او پوه شئ، چې څنګه کولی شئ له خپل وخت نه په پوره توګه ګټه واخلئ او د کوبلنز په زړه پورې جغرافیوي، تاریخي او ماډرنه ښکلا کې یوه له یادونو ډکه ورځ تېره کړئ.
Views: 4