په دې خپرونه کې د پښتنو د ملي شخصیتونو له ډلې د ستر مبارز، شاعر او مفکر خوشحال خان خټک ژوند او مبارزه څېړل کېږي.
په سریزه کې د هغه د زېږون، د خټکو د سیاسي جوړښت او هغه تاریخي شرایطو ته لنډه کتنه شوې ده.
د خپرونې په منځنۍ برخه کې د خوشحال خان لومړنی ژوند، د مغلو له دربار سره د هغه د وفادارۍ پخوانی پړاو او هغه تحول بیانېږي چې له بندي کېدو وروسته رامنځته شو.
په همدې برخه کې د ده د فکر بدلون، د خپلواکۍ د مفکورې پخېدل او د مغلو پر ضد د وسلهوال مقاومت پیل په تحلیلي بڼه تشریح کېږي.
دغه راز، خپرونه د خوشحال خان د هغو مهمو جګړو لنډ خو دقیق بیان وړاندې کوي چې د ده د ملي مبارزې بنسټ جوړ وي.
له خیبره تر نوښاره او له ګنډابا تر خاپش پورې هغه میدانونه چې په هر یوه کې خوشحال بابا د پښتون د عزت او ازادۍ څوکه لوړه ساتلې ده.
په وروستۍ برخه کې د هغه د ژوند وروستي کلونه، د ده وصیت، د مغل واکمنۍ سره د هغه د کره مخالفت دلیلونه او د پښتنو په سیاسي تاریخ کې د خوشحال خان فکري ادبي میراث ارزول شوی دی.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
Views: 2