تر ډېره باور دا دی چې د افغانستان د بېثباتۍ عمده لامل په سیمه کې د هغه ستراتیژیک موقعیت دی؛ افغانستان د سړې جګړې پر مهال د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یو حایل و، له دې مخکې د انګرېزانو لپاره د روسیې لور ته د ورتلو لار او دروازه بلل کېده او د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې د شوروي لپاره ګرمو اوبو ته د رسېدو پل یادېده خو وروسته بیا د ګاونډیو په ګډون د ځینو هېوادونو د شومو پلانونو له کبله د جګړې او سیالۍ په مرکز بدله شوه.
د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف له برید وروسته د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې پر څلورلارې د دغه هېواد د بدلېدو هڅې وشوې، خو له دې ټولو سره سره افغانستان له خپل جیوستراتیژیک او جیوایکانومیک موقعیته د مثبتې ګټې اخیستو پر ځای اور اخیستی دی.
دا چې له کلونو راهیسې د افغانستان بېثباتي په رښتیا هم د هغه د جغرافیوي موقعیت له امله ده؟ په دې اړه مو د پرنسټن پوهنتون د نړۍوال امنیت د مطالعاتو برخې له استاد ارین شریفي سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 7