«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دغه بحث کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له پخواني مرستیال ویاند نجیب ازاد سره د جمهوري نظام د سقوط په عواملو بحث شوی دی.
نجیب ازاد د تېر نظام له سقوط وروسته د خیانت (Treason) په نوم کتاب لیکلی چې د جمهوري دولت د سقوط په عواملو بحث کوي. دا چې د کتاب لیکوال د تیر دولت د سقوط عوامل څه بولي او د هغو لپاره څه استدلال کوي په دې مرکه کې یې راسره وګورئ.
لیکوال او د امریکا د وېسکانسن پوهنتون استاد نجیب ازاد، د پخواني ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند او د هغه د ټاکنیز کمپاین مهم غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
Views: 123