د جمهوریت له څو لویو لاسته راوړونو یوه مهمه لاسته راوړنه، د خپلواکو رسنیو وده و چې د سیمې د هېوادونو په کچه یې د پام وړ پرمختګ او ازادي درلوده. د پرمختګ ترڅنګ د جمهوریت له سقوط او کمزوري کېدو سره د تبلیغاتو په بحث کې یو شمیر شننوونکي د رسنیو رول ته هم ګوته نیسي.
«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دغه بحث کې له ژورنالیست او لیکوال محمد زبیر شفیقي سره په همدې موضوع او د رسنیو په رول غږیدلي یو.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
دا پاډکاسټ مخکې د وصال تلویزیون له پلاټفارمه یوازې په غږیزه بڼه خپریده وروسته له دې به په ویډیویي بڼه هم خپریږې.
Views: 119