«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دغه بحث کې د افغانستان د مشرانو جرګې له پخوانۍ غړې ډاکټرې انارکلي هنریار سره د جمهوریت په دوره کې او له هغه وروسته د افغان سیکانو او هندوانو د ژوند په لوړو ژورو، امنیت، ګډوالۍ، د دوی په مذهبي عبادتځایونو باندې په بریدونو او د ژوند په نورو اړخونو غږېدلي یو.
پخوانۍ سناتوره انارکلي هنریار د افغان سیکانو د کډوالي په اړه وايي چې د جمهوریت له سقوط وروسته په ټول هېواد کې یوازې څو کورنۍ چې ټول شمیر یې شاوخوا شل کسانو ته رسېږي، پاتې دي او نور ټول افغان سیکان او هندوان له هېواده وتلي او کډوال شوي دي.
په خپرونه کې د افغان جمهوري نظام د سقوط په عواملو او د افغان سیکانو او هندوانو په ژوند باندې د اغېز او نورو خواوو په اړه هم بحث شوی دی.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
Views: 128