د کاناډا د ټورنټو په ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د «بدلون لپاره زده کړه: د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د ټولنو پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې یو ګردی مېز جوړ شو.
په دې غونډه کې ویناوالو د ښځو د حقونو، د هغوی د ښهوالي او د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي پر اړتیا خبرې وکړې.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د مارچ اتمې، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې ویلي چې د ټولنې تبعیضي دودونه، وېره، د قربانیانو ملامتول او پر عدلي بنسټونو د باور کمښت لا هم د ډېرو ښځو د عدالت ته د لاسرسي پر وړاندې مهم خنډونه دي.
ملګري ملتونه سږکال د ښځو نړیواله ورځ د «حقونه، عدالت، اقدام؛ د ټولو ښځو او نجونو لپاره» تر شعار لاندې نمانځي او له دولتونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي، د قانون حاکمیت پیاوړی کړي او د ښځو او نجونو لپاره د رښتینې برابرۍ د تأمین په موخه بېړني اقدامات ترسره کړي.
Views: 3