دا چې موټر د لېږد رالېږد وسیله او په ورځنیو چارو کې یوه اسانتیا ده، خو دلته کاناډا کې د نوو راغلو کډوالو لپاره موټر اخیستل وړه پانګونه او کاري فرصت هم برابروي؛ که څوک کاناډا کې موټر ولري او کار پرې وکړي؛ ټکسي او یا باربري یې وچلوي، له لارې یې ډېرې پیسې ګټلی شي؛ دلته د اوبر، لېفټ او انسټاکارټ په نومونو ډېرې ترانسپورټي کمپنۍ شته چې د لایسنس او موټر درلودو په صورت کې ځانونه ورسره راجستر کولای شئ او کار کولای شئ.
د نوي ماډل موټر پېرلو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا نشته، بلکې کولای شئ لوړ ماډل موټر په قرض وپېرئ او پیسې یې په میاشتنيو قسطونو کې ورکړئ خو له بانکه د دې ډول پور ترلاسه کولو لپاره ځيني شرایط شته.
بل دا چې د موټر له اخیستو وروسته د هغه بېمه کولو ته هم اړتیا ده؛ د دې لپاره چې بېمه له بانکونو او کمپنیو څه ډول ترلاسه کولای شي، په دې اړه د وصال ټلوېزیون خبریال عصمت ترهکي راپور چمتو کړی چې تاسو یې اورېدو او لیدو ته رابولو.
Views: 15