کاناډا ته له رسېدو سره سم، کډوال یو لړ اساسي حقونو او فرصتونو ته لاسرسی پیدا کوي چې د هغوی د بریالیتوب او د نوي ژوند ښه والي لپاره بنسټیز ارزښت لري.
دا حقونه او امکانات په بېلابېلو برخو کې د کډوالو ملاتړ کوي لکه روغتیا، زدهکړې، کار او نورې قانوني مرستې، څو هغوی وکولای شي چې خپلې او د خپلو کورنیو اړتیاوې په اسانه پوره کړي.
په ورته ډول، د کډوالو د زدهکړې حق د کاناډا حکومت له خوا تضمین شوی چې په تعلیمي او مسلکي برخو کې ځانګړي فرصتونه برابروي.
دغه حق کډوالو ته زمینه برابروي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او د کاناډا په ټولنه کې اغېزمن ګډون وکړي.
همدارنګه، د کار موندنې او مسلکي روزنې برخه کې حکومتي او ټولنیزې ادارې کډوالو ته مشوره او ملاتړ وړاندې کوي، څو دوی په کاناډا کې د ښه ژوند کولو لپاره مناسبې دندې ومومي او په اقتصاد کې رغنده رول ولوبوي.
خو د دغو ټولو فرصتونو او حقونو په اړه د نه پوهاوي له امله، ډېری کډوال د پرمختګ او له نوي چاپېریال سره د ادغام بهیر کې له ستونزو سره مخ کېږي. د خپلو حقونو او امکاناتو په اړه کافي او کره پوهاوی له نوې ټولنې سره د ادغام او د بریالي راتلونکي تضمین برخه کې مرسته کولای شي.
په دې اړه، په ځانګړې مرکه کې د کډوالۍ تجربه لرونکی مشاور، یونس حافظي د دغو حقونو او فرصتونو په اړه هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې کوي.
هغه کډوالو ته لارښوونې کوي چې څنګه کولی شي له دغو امکاناتو څخه په مؤثره توګه ګټه پورته کړي، څو خپل ژوند ښه کړي او په ټولنه کې یو بریالی او فعال ژوند ولري.
بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلی شئ
Views: 8