“د وطن خاطرې” نننۍ خپرونه کې مو د افغان ورزشکار خالد افغان سره خبرې کړي دي چې څه ډول یې له رزمي ورزشونو پیل کړی او د MMA تر سیالیو، رسنیز ډګر او د بالیوډ تر فلمونو یې ځان رسولی دی.
نوموړی په دې وروستیو کې کاناډا ته راغلی دی له افغان سره په دې خپرونه کې د هغه پر ژوندانه، کارونو او ټولنیزو فعالیتونو غږېدلي یو؛ د دې ترڅنګ مو؛ دا چې په کاناډا کې په کومو کارونو بوخت دي، ورزشي او هنري فعالیتونه یې څرنګه روان دې او په ټوله کې د افغانستان او د کاناډا د ورزشي کلپونو په توپیرونو را غږولی دی.
«د وطن خاطرې» خپرونه له بهرمېشتو افغان لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو، پانګهوالو او نورو مشهورو څېرو سره د وطن خاطرو او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته ځانګړې شوې ده.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون په یوټوپ چینل کې کتلی شئ!
Views: 9