«د وطن خاطرې» خپرونه کې مو دا ځل د ختیځ د بیارغونې اداره (کور) بنسټګر ډاکټر فرید بزګر مېلمه دی چې په دې وروستیو کې کاناډا ته کډوال شوی دی.
بزګر د نوي نسل روزنې برخه کې خورا ډېرې هڅې کړې؛ د ماشومانو لپاره د کتابونو ژباړه او چاپ د ۱۹۹۲ کال څخه پيل کړی او له همهغه وخته يې وړيا ويش هم پيل شوی دی، خو ستره پروژه یې د ۲۰۰۹ کال څخه پيل او له هغې وروسته یې له ۵ میليونه ډېر کتابونه ژباړلي، چاپ او ويشلي دي.
دا چې ده د کومې انګېزې له مخې دغه کار پیل کړی، له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی او په خپل دغه کار کې څومره بریالی دی؟ د دې ټولو په اړه یې په دې خپرونه کې په تفصیل خبرې کړې او ترڅنګ یې د وطن خاطرې او د کډوالۍ د ژوند کیسې هم بیان کړې چې ستاسو پام ورته رااړوو.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ.
Views: 8