په نننۍ “وطن خاطرې” خپرونه کې له موږ سره یو مخکښ او پېژندل شوی میلمه، عارف اوریا دی. نوموړی په ګڼو هنري فعالیتونو کې ښکیل دی. هغه نه یوازې شاعر دی، بلکې خطاط، ممثل، د موټر چلولو استاد او د انګلیسي ژبې استاد هم دی.
په دې ځانګړې خپرونه کې، موږ له عارف اوریا سره د هغه په ژوند او هنري فعالیتونو بنډار کوو.
د عارف اوریا هنري کارونه او د ښوونې په برخه کې د نوموړي فعالیتونه ډېر ګټور او الهام بښونکي دي.
نوموړی په خپل ژوند کې د مختلفو هنري ژانرونو سره سروکار لري او د خپلو هنري فنونو په وسیله یې ګڼ شمېر خلک هنر ته راجذب کړي دي.
د “وطن خاطرې” خپرونه تل هڅه کوي چې له وطن بهر مشاهیرو او فرهنګي شخصیتونو ژوند تاسو ته در وپېژني.
بشپړه خپرونه د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.
Views: 13