«د وطن خاطرې» خپرونه کې مو دا ځل د کاناډا په اوشاوا ښار کې مېشت ټولنیز او مسلکي شخصیت ډاکټر سیدولي شریفي مېلمه کړی دی.
ډاکټر شریفي نږدې څلوېښت کاله کېږي کډوال شوی خو لا هم له خپل ګران هېواد افغانستان سره بېساري مینه لري، د هماغه ځای کلتور او خاطرې یې لا هم د ژوند د یاد خواږه جوړوي.
په دې خپرونه کې مو د هغه د ژوند سفر ته کتنه کړې؛ له کندهار او د ننګرهار له سرهرود څخه تر هند او بیا کاناډا پورې د مهاجرت، مسلکي تجربو او ټولنیزو خدمتونو په اړه یې مفصلې خبرې شوې دي چې پام مو ورته را اړوو.
په خپرونه کې به دا هم واورئ چې د کابل قصاب څوک و او ولې له کاناډا ډیپورټ شو؟
دغه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!
Views: 3