ګرینلنډ؛ هغه ځای چې نوم یې یو ځل بیا د ډونالډ ټرمپ له خولې اورېدل کېږي؛ هغه ځای چې د امریکا ولسمشر وایي: «امریکا ورته اړتیا لري.»
خو ولې ګرینلنډ دومره مهم شوی دی؟
دا ټاپو څه دی، چېرته موقعیت لري او د امریکا، روسیې او چین په سیالۍ کې څه رول لري؟
ایا رښتیا هم کېدای شي یوه ورځ له ډنمارک څخه جلا شي؟
ګرینلنډ یوازې د یخ یوه ټوټه نه ده؛ د پوځي څار سترګې او غوږونه دي، د شمالي قطب د کنټرول کیلي ده او د نړیوال سیاست په راتلونکي کې یو حیاتي ټکی بلل کېږي.
او په پای کې دا پوښتنه: د ګرینلنډ راتلونکی به ستر قدرتونه ټاکي، که د همدې ټاپو خلک؟
په دې ویډیو کې د ګرینلنډ د اهمیت شالید څېړو. ویډیو وګورئ او خپل نظر راسره شریک کړئ.
Views: 3