ستر نړۍوال اقتصادي قدرتونه دا مهال د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره په سختو سیالیو او متقابلو سیاسي – اقتصادي فشارونو کې ښکېل دي. د دې سیالیو پیل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکړ چې د افغانستان په ګډون پر نږدې سلو هېوادونو یې سوداګریزي تعرفې ولګولې.
افغانستان لا له وړاندې له سخت اقتصادي کړکېچ، محدودیتونو او بندیزونو سره لاس او ګریوان دی خو د زبرځواکونو ترمنځ په دې اقتصادي جګړه کې به نور څه هم له لاسه ورکوي او که په دې لړ کې کوم داسې فرصتونه ورته رامنځته شوي چې په ګټه یې تمام شي؟
-دغه سوداګریزې تعرفې څه دي؟
-ولې زبرځواکونه یو پر بل تعرفې لوړوي؟
-افغانستان د دې جګړې په کوم ځای کې موقعیت لري؟
-د افغانستان اقتصاد کوم لور ته روان دی؟
-دا مالي بندیزونه پر افغانستان څه اغېز لري او څنګه ورڅخه ځان ژغورلی شو؟
-په سیمه کې روان اقتصادي سیاستونه کوم لور ته ځي؟
دا هغه پوښتنې دي چې په اړه مو یې د افغانستان د مالیې له پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي سره ځانګړې مرکه کړې ده.
په دې بحث کې به د نړۍوالو اقتصادي حالاتو، د تعرفو جګړې، د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست او د افغانۍ د کنګل شوې پشتوانې پر موضوعاتو خبرې وشي.
بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ!
Views: 31