د کاناډا په اوتاوا ښار کې د غاټول په نوم د نوي جوړ شوي بنسټ له لوري د افغانانو فرهنګي ودې او ارزښتونو خوندیتوب په موخه مشورتي جرګه جوړه شوه.
په دې جرګه کې چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کاناډا په اوتاوا ښار کې جوړه شوه، د یاد بنسټ د مشر ډاکټر سیدمحمد احمدي، د بنسټ د کلتوري پروګرامونو د رییس حمدالله ارباب او د بورډ غړي سیداکرام افضلي ترڅنګ لسګونو افغانانو ګډون کړی و.
د بنسټ مسوولینو د خپلې درې کلنې ستراتيژۍ او پروګرامونو په اړه د جرګې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د غاټول بنسټ مشر ډاکټر سید محمد احمدي وویل چې د دغه بنسټ اصلي او اساسي هدف د افغاني فرهنګ او ارزښتونو خوندیتوب برخه کې کار کول دي او په اوتاوا کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
هغه زیاته کړه: «په ګډه به بنسټ ته ډېر کار کوو، په انفرادي ډول هیڅ هم نه شو کولی، نو راځئ په ګډه کار وکړو څو زموږ فرهنګ او کلتور وده وکړي.»
دغه راز د جرګې ګډونوالو د غاټول بنسټ فعالیتونه او پروګرامونه وستایل او د افغانانو د کلتور او ارزښتونو خوندیتوب په موخه یې خپلې مشورې شریکې کړې.
عبدالوجد شینواري وصال ټلوېزیون ته وویل، ډېر خوښ دی چې داسې مهم او ګټوړ بنسټ نن په فعالیت پیل وکړ، دا هغو افغانانو ته یو ښه زېری دی چې په کاناډا کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه: «د غاټول بنسټ موخه فرهنګي او کلتوري کارونه کول دي، موږ کولی شو چې خپل فرهنګ په کاناډا کې وساتو.»
د جرګې بلې ګډونوالې فاطمي نوري هم د دغه بنسټ پر جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې افغان ماشومانو ته دې د پښتو ژبې زدهکړې لپاره پروګرامونه جوړ شي.
هغې دغه راز کاناډا کې پر مېشتو افغان کورنیو غږ وکړ چې په کورونو کې له خپلو ماشومانو سره په مورنۍ ژبو خبرې وکړي څو خپلې ژبې هېرې نه کړي.
همدارنګه د جرګې نورو ګډونوالو هم یاد بنسټ ته مشورې ورکړې او خپل ملاتړ یې ورسره څرګند کړ.
Views: 16