د کاناډا په ونکوور ښار کې یو شمېر افغانانو د خیبر قومي جرګې په ملاتړ غونډه وکړه او په ترڅ کې یې پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې بشري حقونو ته د درناوي په پار دې له دې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړي.
دغه غونډه د اکتوبر په ۱۲مه د کاناډا په ونکوور ښار کې د افغان ملي کلتوري ټولنې له خوا د لسګونو افغانانو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو وویل، په خیبر کې راټول شوي لسګونه زره پښتانه د خپل برخلیک معلومولو او خپلو حقونو خوندیتوب په موخه سره جرګه شوي او غواړي د پاکستان له لسیزو لسیزو ظلمونو ځان خلاص کړي.
د هغوی په خبره چې د خیبر په جرګه کې پښتنو خپل یووالی او د دغه مهذب قوم اصلي څېره نندارې ته وړاندې کړه.
ویناوالو دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا لر او بر افغان وطن د پاکستان له خوا له تباهۍ سره مخ دی؛ پنجاب د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره پښتانه کارولي، د هغوی سیمې یې د ترهګرۍ په نوم جګړو کې ورانې کړې، اقتصاد یې ور دړې وړې کړی او د هغوی پر طبیعي شتمنیو یې خېټه اچولې ده.
د یادې غونډې ګډونوالو په اخر کې د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
دا په داسې حال کې چې د نړۍ په لر او بر کې افغانانو او پښتنو د لاریونونو، غونډو او ناستو له لارې د دې جرګې ملاتړ اعلان کړی او همغږي یې ورسره ښودلې ده.
دغه جرګه چې ټاکل شوې د تېرې جمعې په ورځ پیل شي خو د پاکستاني ځواکونو له خوا د بریدونو او مزاحمتونو له امله تېره ورځ مازدیګر مهال پيل شوه او نن به د ځینو پرېکړو پر کېدو پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې لسګونه زره پښتانه یوځایي او د یوه هدف لپاره جرګه کېږي.
Views: 5