خاکجبار خیریه بنسټ د بغلان په وروستیو سېلابونو کې له ۲۵۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د ښځینه جامو او په پخلنځي کې د کارېدونکو توکو مرسته وکړه.
د یاد خیریه بنسټ یو غړی حاجي محمد نذیر عتیقي وصال ټلوېزیون ته وویل د خاکجبار خیریه بنسټ چې له دې مرستو مخکې یې هم څو ځایه د هېواد په نورو سیمو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې کړي داځل یې د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د راوتو سېلابونو له امله له زیانمنو شوو ۲۵۰ کورنیو سره د یوه یوه جوړه ښځینه او نارینه جامو او په پخلنځي کې د کارېدونکو توکو مرسته وکړه.
دی وايي پوهېږي چې دا مرستې بسنه نه کوي خو په نوروخیریه بنسټونو او ملي سوداګرو غږ کوي چې په وروستيو سېلابونو کې د ډېرې ځپل شوې سیمې دوشي ولسوالۍ لرخاب درې خلکو سره مرستې وکړي.
ورته مهال د دوشي ولسوالۍ لرخاب درې اوسیدونکي دخاکجبار خیریه بنسټ له لوري د ترلاسه کړو مرستو مننه کوي او وايي سېلاب یې ټول کلی وران کړی چاته هیڅ نه دي ورپاتې، جومات او ښونځي یې هم بشپړ له منځه تللي باید نور خیریه بنسټونه هم مرستې وکړي.
دوی وايي په یواځې ځان خپل کورونه، جومات او ښونځی بېرته نه شي رغولای دکلي په بیا رغونه کې یې باید لاس نیوی وشي.
Views: 20