د کاناډا په تورنټو ښار کې د افغان نوښتونو د ټولنې په نوښت غونډه جوړه شوه چې موخه یې د هغو افغان کډوالو سره خواخوږي ښودل وه، چې تازه له ایران څخه په زور شړل شوي دي.
ګډونوالو په دې غونډه کې وویل، افغان کډوال له ډېرو کلونو راهیسې د جګړو، بېثباتۍ او نړیوالو سیاستونو قربانیان پاتې شوي دي او لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې له سختو، غیرانساني شرایطو سره مخ دي. دوی ټینګار وکړ چې له کډوالو سره باید د بشري، قانوني او اخلاقي اصولو پر بنسټ چلند وشي، نه د تاوتریخوالي او تحقیر له مخې.
ګډونوال باور لري چې له کډوالو سره ظالمانه او جبري چلند د بشري ارزښتونو خلاف عمل دی، او نړیواله ټولنه باید پر دې بېعدالتیو چوپ پاتې نه شي.
همداراز، له کاناډا مېشتو افغانانو غوښتنه وشوه چې د افغان کډوالو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي، تر څو د دوی ستونزې او غوښتنې نړیوالو ته ورسول شي.
د دې غونډې بشپړ راپور د وصال تلویزون په یوټیوب چینل کې کتلای شئ.
Views: 4