د «مالي سواد او په کاناډا کې د شته فرصتونو څخه ګټه اخیستنه» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د مالي چارو د مشاور سید اکرام افضلي له لوري وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
په دې سیمینار کې پر دې بحث وشو چې کاناډا ته راغلي افغانان څنګه کولی شي د شته اقتصادي او کاري فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي او د مالي خپلواکۍ پر لور عملي ګامونه پورته کړي.
کاناډا–افغانستان بنسټ (Canada–Afghanistan Foundation – CAF) او وصال ټلوېزیون د ځوان او روڼاند افغان نسل لپاره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي او ټولنیزو موضوعاتو د شریکولو په موخه دا ډول علمي سیمینارونه تنظیموي.
Views: 9