افغانستان نړۍ سره د راکړې ورکړې لپاره تر ډېره د پاکستان پر لاره متکي دی او اسلاماباد د افغانستان له دغه مجبوریت څخه تل ناوړه ګټه پورته کړې ده.
سره له دې چې کابل اوس د ایران، ازبکستان او ترکمنستان له لارو سوداګري پراخه کړې، خو د سمندر ته تر ټولو لنډه لاره — د پاکستان د کراچۍ بندر — لا هم د افغان سوداګرو لپاره له ستونزو ډکه ده او د تل لپاره خوندي نه ده پاتې شوې.
په دې اړه، د وصال ټلوېزیون خبریال د مجید زابلي د اقتصادي څېړنو مرکز له مشر شعیب رحیم سره ځانګړې مرکه کړې ده، چې په کې د افغانستان د سوداګریزو لارو د خوندیتوب، اقتصادي اغېزواو د بدیلو سیمهییزو لارو د اهمیت په اړه هر اړخیز بحث شوی دی چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 2