بروکسل د بلجیم پلازمېنه او د اروپایي اتحادیې اداري مرکز دی. دا ښار، چې د خپل بډای تاریخ، نړیوالو شهرت لرونکو چاکلیټونو او مشهورو نښو لپاره مشهور دی.
زموږ سفر له اتومیوم څخه پیلېږي، چې د بروکسل یوه نوې نړۍ د معمارۍ شاهکار او عجیبه نښه ده. دا ودانۍ، چې د ۱۹۵۸ نړیوال نندارتون لپاره جوړه شوې، د اوسپنې یوه کرسټال د ۱۶۵ میلیارده ځلو لویه بڼه څرګندوي. دا د ساینس، هنر او تاریخ یو ځانګړی ترکیب دی چې د ښار ښکلي منظرې او لید وړاندې کوي.
وروسته، موږ د تاریخي ګراند پلازا لیدنه کوو، چې د یونسکو نړیوال میراث برخه ده او د نړۍ له ښکلو څلورلارو څخه هم شمیرل کیږي. دا څلورلارې، چې د ښکلو ګیلډهالونو او د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ لخوا چاپېر شوې ده، د بروکسل زړه، د ګوتیک او باروک معمارۍ یوه شاهکار ګڼل کېږي، چې د نړۍ پام یې ځانته وراړولی دی.
بیا، موږ د شاهي ماڼۍ لیدنه کوو، هغه ماڼۍ چې د بلجیم د واکمنۍ او شاهي تخت یو سمبول دی. که څه هم پاچا په بل ځای کې اوسېږي،خو دا ښکلی ودانۍ د شاهي مراسمو مرکز پاتې شوې، ځکه د شاهي ماڼۍ په سترګه ورته کتل کېږي او د بلجیم د شاهي دودونو لیدلو یو زړهراښکونکی او شکلی موقع په لاس درکوي.
د اروپایی اتحادیې له پارلمان څخه هم لیدنه کوو ترڅو د اروپا د قدرت، قانون او ډیپلماسي له ځواک څخه خبر شو.
په پای کې، موږ د بروکسل د مشهورو چاکلیټونو نړۍ ته سفر کوو او هلته د هنري پرالینونو څخه تر نړیوالو برانډونو پورې، موږ به ووینو چې ولې د بلجیم چاکلیټ د نړۍ تر ټولو غوره ګڼل کېږي، هغه رازونه او ترشاه کیسې به یې بیان کړو.
Views: 27