د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ووډ ګرین ادارې (WoodGreen Community Services) له خوا نوو راغلو کډوالو ته د کارموندنې غونډه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو کمپنیو له خوا څه باندې ۶۰۰ کسان دندو ته انتخاب شول.
یاده غونډه چې د روان میلادي کال د اکټوبر په اوومه د ووډ ګرین ادارې (WoodGreen Community Services) په کوربهتوب په ټورنټو کې ترسره شوه، هر کال یو ځل جوړېږي او له لارې یې بېلابېلې کمپنۍ د نوو راغلو کډوالو لپاره خپل خالي بستونه اعلانوي.
سږ کال د یو شمېر کمپنیو خالي بستونو لپاره ۳۰۲۵ نوو راغلو کډوالو خپل غوښتنلیکونه سپارلي وو چې له ډلې یې ۶۰۵ کسان د دندو لپاره انتخاب شول او د اړوند کمپنیو د بشري منابعو څانګو له خوا ورسره مرکې (انټرویوګانې) ترسره شوې.
یاد بریالي شوي کډوال به په نږدې راتلونکي کې خپلې دندې پیل کړي.
ووډ ګرین یوه غیرانتفاعي اداره ده چې له ۸۷ کلونو راهیسې په ټورنټو ښار کې نوو راغلو کډوالو ته د کار او کور موندنې، د ژبې زدهکولو، د ماشومانو، ځوانانو، مېرمنو، لویانو او معلولینو لپاره نور ښوونیز او روزنیز پروګرامونه لري.
Views: 11