کاناډا له افغانستان سره زرګونه مېله واټن لري او د ځمکي پر بله څنډه پروت یو هېواد دی؛ لکه څرنګه چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ فاصله ډېره ده، د کلتوري، ديني او ټولنیزو ارزښتونو ترمنځ یې هم لوی توپیرونه دي؛ دغه کلتوري او ټولنیز توپیرونه د دې لامل شوي څو نوو راغلو افغانانو ته د ماشومانو روزنې برخه کې لوی سرخوږی جوړ کړي.
د دې ستونزې د حل لپاره څه کول په کار دي؟
په کاناډا کې د ماشومانو لپاره د زدهکړو ښه زمینه برابره ده خو لویه ننګونه د کلتوري، ديني او ټولنیزو ارزښتونو توپیر دی چې باید میندې او پلرونه ډېره پاملرنه ورته وکړي.
د همدې موضوع په اړه مو په کاناډا کې له یو شمېر افغانانو سره خبرې کړې چې پام مو ورته راګرځوو، هیله ده تر پایه راسره پاتې شئ.
Views: 25