له شاوخوا ۱۸۲ کلونو وروسته د افغانستان کونړ ولایت یوې زورورې زلزلې وځاپه چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲ زره کسان یې نېغ په نېغه اغېزمن کړي او دا شمېر ښايي لا ډېر شي.
دا په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې درېیمه مرګونې زلزله ده چې له هرات او پکتیکا وروسته په ختیځ کونړ ولایت کې وشوه.
د افغانستان په اړه مشهوره ده چې د زلزلو په زون کې موقعیت لري او هر وخت یې د پېښېدو او له امله یې د تلفاتو اوښتو وېره موجوده ده.
په افغانستان کې د زلزلو د څرنګوالي په اړه مو د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د زلزلو او تکتونیکي برخو له څېړونکي دوکتور ذکریا شنیزي سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 2