«ثبات» خپرونه کې مو دا ځل داسې یو شخصیت چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د «لوی افغانستان» داعیه پالي او د لسګونو ټلوېزوني مرکو له لارې یې همدغه شعار ورکړی، مېلمه کړی دی.
دغه کس مشال خان ټکر نومېږي چې د کوزې پښتونخوا د مردان په یوه سیاسي او فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی او اوس په جرمني کې اوسېږي.
ټکر باور لري چې پاکستان د بنګلهدېش له بېلېدو وروسته اوس په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی او وايي، د افغانستان د تاریخي خاورې د بېرته یوځای کېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه د دې ترڅنګ چې افغان مشران د ډیورنډ کرښې پر وړاندې پر غیرمسوولانه چلند تورنوي وايي، داسې تاریخي اسناد او شواهد په لاس کې لري چې د دې کرښې قانوني او نړۍوال حیثیت له منځه وړي او په دې اړه به راتلونکی کال د هاګ په نړۍواله محکمه کې رسمي دعوه ثبت کړي.
له مشال خان ټکر سره مو د همدې موضوع ترڅنګ د ځینو نورو مسایلو په اړه هم خبرې کړې چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 8