د شخصي موټر او لایسنس درلودل په کاناډا کې مهم دي خو د لایسنس اخیستلو پروسه یې اوږده او پېچلې ده؛ کمپیوټري او د سړک د سر عملي ازموینې لري؛ که څوک د موټر چلولو تجربه ونه لري، نو د لایسنس اخیستل یې ښایي میاشتې او کلونه وخت ونیسي او که څوک د خپل هېواد د موټر چلولو لایسنس ولري بیا په دې صورت کې د موټر چلونې جواز اخیستو لنډه لار هم شته. د کاناډا په انټاریو ایالت کې د موټر چلولو لپاره درې ډوله جوازونه (جي یو، جي دوه او جي) دي؛ دغه لایسنسونه خپل ځانګړي شرایط او محدودیتونه لري؛ د دغه هر یوه لایسنس ترلاسه کولو لپاره باید ټولې اړوندې عملي او نظري ازموینې په بریالیتوب ترسره کړئ.
د یادو لایسنسونو توپیرونه او په اړه یې معلومات:
جي۱ لایسنس:
د جي۱ لایسنس ترلاسه کولو لپاره لومړی باید تاسو څلور شرطونه پوره کړئ. لومړی: باید لږ تر لږه ۱۶ کاله عمر ولرئ. دویم: باید د خپلې پېژندنې اسناد مو تسلیم کړي وي او د نوم ثبتولو لګښت مو ورکړی وي. درېیم: باید د سترګو یوه ازموینه ورکړئ؛ دا ازموینه څېړي چې تاسو د موټر چلولو پر مهال د لارښوونې لوحې، نښې او نور عناصر په سمه توګه وکتلی شئ او وروستي پړاو کې باید د موټر چلولو په اړه د پوهاوي یوه ازموینه ورکړئ. دا یوه کمپیوټري ازموینه ده چې د DriveTest په یوه مرکز کې اخیستل کېږي؛ په دې ازموینه کې ۴۰ څلور ځوابه پوښتنې شاملې دي چې په دوو برخو وېشلې شوې دي: د لارښوونې تابلوګانو برخه «۲۰ پوښتنې» او د لارې د قوانینو برخې «۲۰ پوښتنې». تاسو باید هره برخه کې لږ تر لږه ۱۶ پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ څو ازموینه په بریالیتوب تېره کړئ. یاده ازموینه د انګلیسي ژبې ترڅنګ په څو نورو ژبو هم اخیستل کېدای شي. له چمتو کېدو وروسته کولای شئ چې په خپل سیمهییز DriveTest مرکز کې خپله جي۱ رسمي تحریري ازموینه ورکړئ؛ په دې ازموینه کې له وخته مخکې راتګ ته اړتیا نه لرئ، خو په مرکز کې ګڼهګوڼې ته په کتو ممکن ازموینه کې د ګډون لپاره ټولګي کې په تمه پاتې شئ. په یاده ازموینه کې له منل کېدو وروسته به تاسو موقتي تاییدپاڼه ترلاسه کړئ چې له مخې یې تاسو اجازه لرئ چې د انټاریو پر سړکونو موټر وچلوئ، د جي۱ اصلي لایسنس به څو ورځې وروسته د پوسټ له لارې ستاسو د اوسېدو ادرس ته درولېږل شي.
جي۲ لایسنس:
د جي۲ ازموینه، په انټاریو کې د موټر چلولو دویمه مرحله ده؛ د دغه لایسنس په درلودو کولای شئ هر ځای او هر وخت موټر وچلوئ خو تاسو دغه راز باید ځيني محدودیتونو په پام کې ولرئ چې په اړه به یې وروسته خبرې وکړو. د جي۲ لایسنس ترلاسه کولو لپاره باید د موټر چلولو عملي ازموینه ورکړئ؛ یاده ازموینه په ښار او لویو لارو کې ستاسو د موټر چلولو مهارتونه ارزوي؛ باید ښکاره کړئ چې په ډاډ سره موټر چلوئ. په دې ازموینه کې د ګډون لپاره باید د جي۱ لایسنس له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۱۲ میاشتې (یا ۸ میاشتې که د موټر چلولو یوه رسمي دوره مو تېره کړې وي) صبر وکړئ خو که تاسو له بل هېواده د موټر چلولو لایسنس ولرئ، ښایي د یادې ازموینې له ځينو مرحلو معاف شئ. هغه کسان چې د افغانستان لایسنس لري او د موټر چلولو کافي تجربه ولري، ښایي اړتیا نه وي چې د جي۲ ازموینه ورکړې او کولای شي د جي۱ لایسنس له ترلاسه کولو وروسته په مستقیم ډول د جي لایسنس ترلاسه کولو لپاره عملي ازموینه ورکړي. تاسو باید په انټاریو کې د جي۲ ازموینې د وخت او ځای ټاکلو لپاره لاندې مرحلې ترسره کړئ: د انټاریو د موټر چلونې د ازموینې مرکز رسمي سایټ ته په دې پته www.drivetest.ca مراجعه وکړئ. د Book a road test اپشن کلېک کړئ خپل ایمېل ادرس، د جي۱ لایسنس شمېره او د انقضا نېټه یې ولیکئ او د Continue اپشن کلېک کړئ. د ازموینې بڼه وټاکئ؛ په دې اړه باید د G2 road test اپشن کلېک کړئ. د ازموینې ځای انتخاب کړئ؛ کولای شئ د ازموینې مرکزونو له موجود لېسته ګټه واخلئ او د انټاریو ایالت کې د خپلې خوښې مرکز انتخاب کړئ. له هغه وروسته باید د ازموینې داسې وخت او نېټه وټاکئ چې ستاسو له پروګرام سره همغږي وي او چمتووالي ته کافي فرصت درکړي. دغه راز د ازموینې لګښت ورکولو لپاره له خپل اعتباري او بانکي کارت څخه ګټه اخیستلای شئ او په پای کې د ټولو ټاکل شوو مواردو لپاره د Confirm اپشن کېکاږئ؛ له دې لارې به د ازموینې انتخاب تاییدپاڼه ترلاسه کړئ، تاییدپاڼه په سافټ یا هارډ بڼه له ځان سره ولرئ څو د ازموینې په ورځ درسره وي. د جي۲ ازموینه شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ دقیقو پورې وخت نیسي، دغه راز د ازموینې په ورځ باید موټر د هغه له تخنیکي معایناتو او د بېمې له اسنادو سره یوځای درسره وي.
جي لایسنس:
که د خپل هېواد یو تجربهلرونکی موټرچلوونکی واوسئ او تایید شوی لایسنس ولرئ، ممکن وکولای شئ د جي۱ لایسنس له ترلاسه کولو وروسته د جي لایسنس ازموینه تېره کړئ، له دې پرته کله چې ستاسې د جي۲ لایسنس له تاریخ څخه ۱۲ میاشتې تېرې شي، کولای شئ د جي ازموینې تېرولو غوښتنه وکړئ. دا ازموینه د موټرچلولو پرمختللي مهارتونه تر پوښښ لاندې نیسي؛ لکه په لویو لارو کې موټر چلول؛ دا په مختلفو شرایطو کې د موټر چلوونکو وړتیاوو ارزونې لپاره یوه عملي ازموینه ده. د ازموینې په ورځ باید له تاسو سره موټر او د هغه د بېمې او فني معاینې اسناد هم له ځان سره ولرئ او د ازموینې پیسې ورکړئ. په انټاریو کې د جي ازموینې تېرولو لپاره کولای شئ هغه پړاوونه چې مخکې مو د جي۲ ازموینې وخت ټاکلو لپاره توضیح کړل، ووهئ او یا www. drivetest.ca سایټ ته مراجعه وکړئ او هلته د خپلې خوښې وخت او ځای وټاکئ، یوازېنی توپیر یې دا دی چې دا ځل سایټ کې د جي لایسنس ګزینه ټاکئ. دا ازموینه ښایي ۳۰ دقیقې وخت ونیسي او یو امتحان اخیستونکی به نومرې درکړي، تاسو باید له یوې لویې او دېرشو جزیي تېروتنو ډېرې غلطۍ ونه لرئ، کله چې بریالي شئ، خپل جې لایسنس به ترلاسه کړئ، په دې صورت کې کولای شئ له محدویتونو پرته موټر وچلوئ، که چېرې بریالي نه شئ، ۱۰ ورځې باید نور صبر وکړئ او بیا امتحان ورکړئ.
Views: 14