په امریکا کې د نوې ادارې او ولسمشر ټرمپ په راتلو سره په افغانستان کې د کومو بدلونونو تمه کېدای شي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو یا رسمي راشه درشې د بیا پیل امکان څومره دی او دواړو غاړو ته کوم فرصتونه او ننګونې پراته دي؟
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوایي ډګر اهمیت د امریکا له ملي امنیت سره تړلی ګڼی او بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې چین ته د دې اډې د نږدېوالي له کبله ور ته ارزښت لري.
په سیمه کې د رامنځته کېدونکو پېښو نښو نښانو او د ټرمپ شخصي ارادو ته په کتو داسې برېښي چې په واشنګټن کې د نوې ادارې اغېز به پر افغانستان ښکاره وي؛ پر دې او اړوندو نورو مسایلو مو له سیاسي شنونکي سید محمداعظم سره ځانګړې مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 14