میرمن قمرګله چې د طلایې حنجرې په لرلو سره د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې پر یوې تلپاتې افسانې بدله شوې، په خپل شخصي ژوند کې یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مبارزه کړې ده.
قمرګله چې خپل هنري مزل یې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ له یوه کلي را پیل کړ، د شهرت پولي یې د سیمي تر هېوادونو ورسېدلې.
مېرمن قمرګلې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د ۷۱ کلنو په عمر په کاناډا کې له دې نړۍ سترګي پټې کړي، همدلته د همېلټون ښار په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده.
وصال ټلوېزیون د مېرمن قمرګلې له غمېزو پر ډک ژوند مستند جوړ کړی، په دغه مستند کې د مېرمن قمرګلې له زوی ایمل زاخیل، نوموتي سندرغاړې استاد شاولي افغان او ځینو نورو فرهنګي شخصیتونو سره خبرې شوې دي.
Views: 11