د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري او د دغه هېواد په بن ښار کې افغان قونسل سید لطفالله سادات میاشت مخکې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د «تعامل نشتوالي» له امله خپلې دندې پرېښودې.
له افغانستان سره د جرمني سیاسي اړیکو مخینه نږدې یوې نیمې پېړۍ ته رسېږي؛ د امیر عبدالرحمان خان واکمنۍ پر مهال جرمنیانو په افغانستان کې د وسلو جوړولو یوې فابریکې چارې پیل کړې وې، د امیر حبیبالله خان له حکومت سره یې هم همکاري لرله او د غازي امانالله خان واکمنۍ پر مهال بیا دغو اړیکو نوی رنګ واخیست.
په ۱۹۲۳ زېږدیز کال کې جرمني په لومړي ځل په کابل کې خپله قونسلګري پرانیسته او په دوام یې امانالله خان جرمني ته رسمي سفر وکړ. دغه راز له ۱۹۳۵ میلادي کال وروسته د کابل او برلین ترمنځ په اونۍ کې یو ځل تجارتي الوتنې پیل شوې چې د اړیکو او همکاریو دې پراختیا شوروي او برېتانیا ته اندېښنې پیدا کړې، هماغه و چې لندن او مسکو له کابله وغوښتل چې له جرمنیانو سره اړیکې پرې کړي خو کابل دا خبره ونه منله او د افغانستان د وخت د اقتصاد وزیر عبدالمجید زابلي جرمني ته سفرونه وکړل، خو وروسته په افغانستان کې د سیاسي اړو دوړ په ډېرېدو سره افغان حکومت د روسانو اړخ ونیو او له جرمني سره یې اړیکې کمرنګه شوې.
د معلوماتو له مخې، په ۱۹۷۰مو کلونو کې دوه زره افغانان په جرمني کې مېشت وو، وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر په تدریجي ډول لوړ شوی، تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې ۷۵ زره خو د ۲۰۲۴ تر نیمايي پورې بیا دغه شمېره ۴۵۲ زرو ته لوړه شوې ده.
بلخوا بیا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جرمني په مرکز بن ښار کې د افغانستان لپاره د یوه عبوري دولت جوړېدو پرېکړه وشوه چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې ۲۰ کال جمهوري نظام دوام وکړ.
د افغانستان او جرمني پر اوسنیو سیاسي اړیکو او په دې وروستیو کې د افغان ډیپلوماټانو د استعفاوو لاملونو په تړاو په جرمني کې د پوهنتون له استاد او سیاسي شنونکي اسحاق اتمر سره بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 8