د پخوانۍ وکیلې فوزیې کوفي او په جینوا کې د افغانستان د سفیر نصیر اندېشه په نوښت، په لندن کې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو او فعالینو غونډې نه یوازې د رسنیو پام ځان ته اړولی، بلکې د پاکستان سره د احتمالي تړاو له امله پرې پراخې نیوکې هم شوې دي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د خبرو، تفاهم او ګډ ملي لیدلوري له لارې وټاکل شي، نه د زور او انحصار له لارې. دوی دا ناسته د افغان سیاستوالو ترمنځ د نوي ډیالوګ د پیل په توګه ارزوي.
خو منتقدین دغه ډیالوګ د پاکستان هڅه او د اسلاماباد د غونډې دوام بولي. د هغوی په باور، افغانان باید نور د پاکستان پر محور را غونډ نه شي، ځکه د دوی په اند په دغو منډو ترړو کې د افغانانو خیر نه لیدل کېږي.
پر همدې موضوع، موږ د لندن د ناستې له یوه ګډونوال جنرال داود جلالي او د افغانستان د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له مشر ډاکټر هاتف مختار سره خبرې کړې دي، چې پام مو ورته رااړوو.
#د_لندن_ناسته #فوزیه_کوفي #افغانستان #پاکستان #سیاسي_ډیالوګ#لندن # #اسلام_اباد
Views: 4