په کاناډا کې د رسنیو له مهمو غونډو څخه یوه دا وه، چې د نړیوالې مطبوعاتي ازادۍ ورځ د ټورنتو ښار کې د افغان او کاناډایي خبریالانو، پوهنتون استادانو او رسنیزو فعالانو په پراخ ګډون سره ولمانځل شوه.
یاده غونډه د بیان د ازادۍ مرکز له خوا تنظیم شوې وه، چې موخه یې د مطبوعاتي ازادۍ پر وړاندې د موجودو ننګونو، ګواښونو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ اړتیا ته پاملرنه وه.
Views: 4