تیره شپه د کاناډا په مسیساګا ښار کې مېشتو پنځو افغان ټولنو په ګډه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۶مه کالېزه ونمانځله.
دغو مراسمو کې چې ګڼ شمېر افغانانو ګډون په کې کړی و، د ویناوو او موسیقۍ برخې درلودې؛ ویناوالو د خپلواکۍ او ازادۍ پر ارزښت او شالید خبرې وکړې او یو افغان سندرغاړي د هېواد د خپلواکۍ په ویاړ حماسي سندرې وویلې.
د افغان پیوستون ټولنه، د افغان لیکوالانو ستراتیژیک مرکز، افغان کاناډايي ټولنې، د افغان ښځو د همغږئ چتر او د نوښتګرې سوداګرۍ د پراختیا ټولنه پهکوربتوب دغه مراسم جوړ شوی و.
Views: 18