په دې وروستیو کې د کاناډا د کډوالۍ ادارې ګڼو افغانانو ته رسمي برېښنالیکونه استولي او تر یوې ټاکلې نېټې پورې یې له هغوی اړین اسناد غوښتي دي. د دغو اسنادو برابرول یو څه پېچلی بهیر دی، او همدا لامل دی چې هره ورځ لسګونه افغانان د ټورنټو د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز ته ورځي، څو د کډوالۍ اړوند خپلې چارې تنظیم او تعقیب کړي.
په دې خپرونه کې مو له هغو افغانانو سره هم خبرې کړې دي چې د خپلو کورنیو غړو د راوستلو په تړاو د کاناډا د کډوالۍ ادارې له لوري ورته برېښنالیکونه استول شوي دي.
سربېره پر دې، د دې پروسې یو لړ تخنیکي اړخونه او مهم جزئیات هم شته. د دغو موضوعاتو د روښانولو لپاره مو د کاناډا د کډوالۍ برخې له کارپوه زړور خان مفکر سره مرکه کړې او د پروسې تخنیکي ټکي مو ورسره څېړلي دي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
Views: 2